نازيه اقبال دپښتوژبې غزلبوله سندرغاړې
همت الله امین زی همت الله امین زی

 

دکوزې پښتونخوادصوات دسيمې څخه دپښتوژبې وتلې اوپيژندل شوې سندرغاړې له نامه سره دپښتو،درې اواردوژبې موسيقۍ ټول اورېدونکي آشنادي. نازيه دشپږوکالووه چې له خپل پلارڅخه يې دموسيقۍ لومړۍ خبرې واورېدې او دايې وهڅوله چې سندرونړۍ ته مخه کړي.

نازيه چې اصلا دصوات دسيمې ده په لومړيوکې يې يوازې په ښوونځي کې ترانې ويلې او وروسته دسندرونړۍ ته راغله نازيه وايي که څوک غواړي يوسندري غاړي ياسندرغاړې شي نوهغه به اول دکلاسيکې موسيقۍ څخه پيل کوي ولې بهرخوخلکدانه اوري خوآوازپه دې جوړېږي .

نازيه وايي شعر دزړه درد دی دابه چې په کومواحساساتوبيان شوي وي دادوخت اوحالاتوغوښتنه ده خوزمالپاره دادرد ډېرځله له حقايقوسرمل پاتې شوی دی . نازيه زياتوي که څه هم ماشعرنه دی ليکلی خويونيم ګوډمات مې چې ليکلی دی هغه، هغه پېښې دي چې زه په خپل ژوندکې ډېره ورسره ګيره پاتې شوې يم چې يوبيت کې يې داسې راغلي دي .

زمادخپلونه زړه توردی

ماته يې هرځای کې اغزي کرلي دينه

دالفت صاحب، لايق صاحب، عثمان خيالي، سراج الدين مخلص اودبابرزي صاحب شعرونه خوښوي اوډېری دهمدې يادوشاعرانوشعرونوته دسندروبڼه ورکوي.

نازيه وايي ډېره مينه لرم چې راتلونکي کال کې له خيره سره بيت الله شريف ته لاړه شم او دحج له زيارتونونه ليدنه وکړم. او دالله (ج) په لوي دربار کې لومړی دځان او بيادټولومسلمانانولپاره دمغفرت لاسونه پورته کړم.

دنازيې اسلامي اصول اوغوښتنې خوښېږي اودموسيقۍ دهنرپه برخه کې نوروته هم داوصيت کوي چې خپل کلتوراوعنعناتوته دې بشپړدرناوی ولري، نازيه وايي تراسلام جاراوتردين قربان  شم. له وړکتوبه مې ددين سره شوق اوعلاقه وه يوازې دانه چې زه سندرې وايم، ولې ددين سره مې هم ډيرشوق دی، نازيه وايي زه اوه کلنه وم چې قرانکريم مې ختم کړاوزه هم په پنځلسوورځوکېپه کورکې يوځل قرانکريم ختموم اوخپلواولادونوته يوځلي سهاراويوځلي ماسپښين دقرانکريم درسونه وايم اوهمدرانګه زيات حديثونه مې هم ياددي اودحديثوسره مې زيات شوق دی اوډېرکتابونه يې هم لرم،نعتونه مې درې کسيټه ويلي دي اوپرهغومې يوه روپۍ هم نده اخيستې ولې چې په هغه کې دالله اومحمد(ص) نومونه راغلي دي،نوځکه مې دنعتونوسره ډيره مينه ده اوغواړم په راتلونکي کې هم ډيرنعتونه ووايم .

نازيه په افغانستان کې دفرهاد درياسندرې خوښوي اووايي چې سندرې ماته ځانګړی خوند راکوي. اوپه صوات سيمه کې پهښځوکې کشوررپااوګلناربيګم اوپه نارينه ووکې دماسټرعلي حيدراو اماس خان آوازونه خوښوي.

نازيې اقبال شخصي ژوندته په پام سره ويلي شو چې واده لري او له يوه افغان سره چې جاويد نومېږي او دهمېشه بهار ننګر هار ولايت دی واده کړی درې ماشومان لري چې دوه يې لورګانې اويويې زوی دی. نازيې په دې وروستيوکې يې له جاويد سره ګډې سندرې هم ويلي دي. نازيه وايي چې جاويد وړاندې تردې سندرې نه ويلې خوله دې سره ترواده وروسته يې سندروته هڅولی او اوس يې دسندرونړۍ ته مخه کړې دی. نازيه وايي چې ترواده وروسته يې پلان درلود چې نورې به يوازې له خپل دژوند له ملګري سره ګډې سندرې وايي خوپه کومه سندره چې له رحيم شاه سره يې ويلې (توراوربل راخورکړه ... ) باندې خفه ده اوکومې سندرې يې چې فلمونوته ويلي دي له هغوسندروهم نارضايتي لري او وايي چې نورې به يې نه وايي.

(په محبت کې مې جانان رانه کوکۍ غواړي) داهغه سندره ده چې نازيې يوه فلم ته ويلې ده او دنازيې په ويناپکې داخلاقونه بهرټکي راغلي دي.

دنازيې اصلي ژبه پښتوده خوپه پښتوبرسېره يې په دري، افريدي، اردواوانګليسي ژبوهم سندرې ويلي دي.

نازيه وايي چې ددې اصلاآرامې سندرې خوښېږي خودخلکودخوښۍ په موخه مستې سندرې يې هم ويلي دي. نازيه وايي چې په افغانانوډېره ګرانه ده اوڅوسفره يې چې دافغانستان ځينوولايتونوته کړي دي دافغانانوله تاوده هرکلي سره مخامخ شوې دی.

 نازيه وايي زه په افغانانوفخرکوم اوداچې ماديوافغاني سره واده کړی دی دازمايوه هيله اوآرمان وه، اوماداخبره په ډېرکوچنيوالي کې خپلې کورنۍ ته کړې وه چې زه به واده نه کوم او که واده کوم نوحتما به يې له افغان سره کوم. له همدې امله کله چې مې زړه دټلويزيون دليدوتکل وکړي نوژرشمشاداوياهم داسې بل چينل پيداکړم چې پښتوپه کې واوسي او پښتوپروګرامونه ولري .


January 19th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل هنری